مخابراتو وزارت: د تېر کال په پرتله مو مخابراتي عوايد زيات سوي دي

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، چي د سږکال په لومړېو شپږو مياشتو کي يې له اتو ميلياردو افغانيو څخه زيات عوايد لاسته راوړي دي، چي د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه ميليارده افغانۍ زياتوالی ښيي.

ددغه وزارت وياند نجيب ننګيال وايي، د سږکال تر پايه به څه باندي ۱۶ ميليارده افغانۍ لاسته راوړي، چي تېر کال دا رقم ۱۴ ميليارده افغانۍ وو. ښاغلی ننګيال وايي، چي دغه عوايد يې د مخابراتي خدمتونو او افغان پوست څخه ترلاسه کړي دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...