مجیب الرحمن ځدران د انګلستان کورني کرکیټ سیالیو په لړ کي د همپشایر لوبډلي اخیستی او د یادي لوبډلي مشر ویلي، چي مجیب یې ځکه واخسیت چی هغه د هندوستان د کورني کرکیټ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی.
مجیب ځدران چی دا مهال د هندوستان په کورنیو سیالیو بوخت دی وايي، چي د انګلستان په کورني ټورنمنټ کي لوبه کول ورته د ویاړ ځای دی او هیله یې ښوودلي، چي د خپلي لوبډلي (همپشایر) د بریالي کیدو لپاره به پوره هڅي کوي.
په دې سره به مجیب ځدران د راشد خان او محمد نبي وروسته درېیم افغان لوبغاړی وي، چي د انګلستان په شل اوریزو لوبو کي به برخه اخلي. راشد له سسېکس او نبي له لېسټر لوبډلو سره لوبېږي.
د انګلستان د کورني کرکیټ لوبډلي د کورنیو لوبو لپاره حق لري، چي دوه بهرني لوبغاړي له ځان سره په لوبه کي ولوبوي.
د یادولو وړ ده، چي د وايټلیټي بلاسټ په نوم یادي شل آوريزي سیالۍ د جولاي میاشتي په ۴مه پېلیږي او د سپټمبر تر ۱۵مي دوام کوي.