له درسي بهیر څخه د کتني په هدف کندهار ته د لوړو زده کړو د وزیر سفر

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار پوهنتون ریٔس وايي، چي په دې ولایت کي د لوړو زده کړو خصوصي تحصیلي موسسې پر معیار نه دي برابري.

نوموړي کندهار ته د لوړو زده کړو د وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري د سفر پر مهال له هغه څخه وغوښتل چې د دې ستونزي په حل کې جدي اقدام وکړي.

بلخوا د کندهار پوهنتون مسٔوولین وايي، په یاد پوهنتون کي یو شمیر ستونزي له ډیره وخته ناحله پاته دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري کندهار ولایت ته سفر وکړ تر څو د لوړو زده کړو له روان بهیر څخه لیدنه وکړي او ستونزو ته يې رسیدګي وکړي.

د کندهار د پوهنتون ریٔس ډاکټر حضرت میر توتاخیل د لوړو زده کړو له وزیر سره د خبرو پر مهال وویل، چي د بنیادي تاسیساتو نشتون او د تشکیل کمښت د یاد پوهنتون هغه ستونزي دي چي له ډیر پخوا څخه ناحله پاته دي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري وايي، کندهار ته يې د سفر هدف د لوړو زده کړو له بهیر څخه لیدنه وه.

ده زیاته کړه، د لوړو زده کړو  وزرات د ولسمشر په خاصه لارښوونه په دې هڅه کي دی تر څو په هیواد کي د لوړو زده کړو  په برخه کي بدلولونه راولي.

دی وايي، کندهار پوهنتون کولای سي د شته امکاناتو په درلودلو سره د همجواره پوهنتونونو لپاره یوه ښه  مربي پوهنتون وه اوسي.

بلي خواته د کندهار پوهنتون ریٔس وايي، چي په دې ولایت کې یو شمیر خصوصي پوهنتونونو درسي معیار ندی پوره کړی.

نوموړي د دې ستونزي په حل کي د لوړو زده کړو له وزارت څخه د پاملرني د زیات والي غوښتنه وکړه.

پر همدې  مهال د کندهار والي زلمی ویسا وايي، دولت هڅه کوي خو په خبره يې د کمو امکاناتو په درلودلو سره نه دی توانیدلی تر څو پر  وخت ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د لوړو زده وزیر همدارنګه کندهار ته دخپل سفر پر مهال په کندهار پوهنتون کي یو د غونډو تالار او د ۴۰ میلونو افغانیو په ارزښت د لابراتوار پرانیسته هم وکړه.

د لوزړو زده کړو وزارت همدا راز وايي، چي په راتلونکي کي به یو شمیر پوهنتونونو ته استقلالیت هم ورکړل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...