له تیرو دریو کلونو راهیسي د تورخم له لاري د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ۷۰ سلنه را کمه سوې ده

د ننګرهار ولایتي مسٔولین وايي، د سیاسي کړکیچ او ترانزيتي ستونزو له امله د دې لاري سوداګري اویا ۷۰ سلنه کمه سوې ده، خو زیاتوي، چي په عواید کې څو چنده زیاتوالی راغلی.

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري درې ملیاردو ډالرو ته رسیدلې وه، خو د سیاسي کړکیچ او ترانزیتي ستونزو له امله چي پاکستان سوداګرو ته پیدا کړي د دواړو هېوادونو سوداګري ۷سوه میلیونو ډالرو ته راټیټه سوې ده.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...