د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د اخلاقیاتو کومیټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر ګوښه سوي مشر کرام الدین کرام موقتي بندیز لګولی دی.
د دې بندیز له مخي کرام په افغانستان کي د ننه یا بهر له فوټبال سره تړلیو هیڅ ډول چارو کي ګډون نسي کولای.
فیفا وایي، دا بندیز یې له هغو تورونو وروسته لګولی چي په نړیوالو او افغان رسنیو کي یې په دې وروستیو کي یادونه سوې ده.
پر کرام او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر یو شمیر نورو نارینه چارواکو تور لګیدلی چي د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلي ځیني لوبغاړې یې په جنسي او فزیکي توګه ځورولي دي.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون او پخپله کرام دا تورونه په کلکه رد کړي دي.