امریکا په تېرو کلونو کې د افغانستان په نا امنه ولسوالیو کې ځنې پروژې پیل کړې، چي دې کار زورواکانو ته د فساد فرصت برابر کړ او په نتیجه کې یې ډېرې پروژې ناکامه سوې.
جان سوپکو په واشنګټن کي بروکنګز انسټیټیوټ ته د وینال پرمهال ویلي، چي دې پرېمانه پیسو د ثبات راوستو پرځای جنګ سالاران یا د خپلسرو وسله والو ډلو مشران پیاوړي کړل.
سرچینه وايي، له طالبانو د پاکو شويو سيمو د بيا رغونې او ټيکاو لپاره امريکايي چارواکو په تېرو ١٧ کلونو کې ٧.٤ ميليارده ډالر لګولي چې په وينا يې هېڅ پايله يې نه ده لرلې.
سیګار زياتوي، د دغو پيسو يوه برخه د فاسدو چارواکو جيبونو ته تللي او يوه برخه يې په داسې پروژو لګېدلي چي له ګټې يې زيانونه ډېر وو.