سوله که څه هم تکراري نوم دی خو بیا هم ددې هیواد د خلکو له خولي نه لویږی ټول سوله غواړي او په دې امید شپي سبا کوي

راپور: بشیر احمد فیضان

اوربند ددې هیواد د خلکو هیله ده ، خو دایمي سوله د هر افغان د زړه اواز دی.

هغه اواز چي په تیرو څلویښتوکلونو کي  د خلکو له زړونو نه دی لویدلی.

(سوله الهي امر دی  خو قصدي جګړه تباهي ده)

داسي تباهي چي د ټولني ، هیواد او سیمي د خلکو هر څه اخلي.

سوله که څه هم تکراري نوم دی خو بیا هم د خلکو له خولي نه لویږي ان دا چي ماشومان هم د سولي نعري وهي.

داسیا دا مرکزي نقطه خو هسي هم د پردۍ تپل سوي جګړې ټبر ګرځیدلې خو ددې اقتصادي جګړې دودونو او باروتو ددې جغرافیې د وګړو هرڅه تالا کړل.

لاروی هم سوله غواړی چلونکی هم د سولي تږی دی خو د سولي غوښتونکو  دا ارمان به کله پوره کیږي.

دیني علمان هم ددایمي سولي  را وستلو نا امیده کړي خو موقتي اوربند د روژې په میاشت کي یو اړتیا بولي.

دوی وايي، د جګړو ، پټاونو او نورو تاوتریوخوالي څخه ستړي سوي او موقتي اوربند هم غنیمت دی.

نړیوال رقابتونه  او شخصي ګټي ددې معصوم هیواد قلم رو او حریم ګواښي.

خلک ژوند ته نه پریږدي او د څو زاویو يې وژني.

طبعي افتونه مسلط دي  او ظلمونو حد نه لري.

خو محرومیت د قاتل او مقتول حدود  تر پښو لاندي کړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...