د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل، چي د ترکیې دا حق واشنګتن په رسمیت پېژني چي د خپلو پولو امنیت تامین کړي.
ریکس ټیلرسن په ورته وخت کي له انقرې وغوښتل چي د سوریې په عفرین سیمه کي دې خپلو عملیاتو ته پام وکړي او داسي څه دي نه کوي چې ورسره په سیمه کې ستونزې زیاتي سي.
ټیلرسن د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره پرون په انقره کي دا خبره هم وکړه چي واشنګتن په ترکیه کي خپلو ډیپلوماتانو ته سخت اندېښمن دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبي په ورځ د دوه ورځني سفر په مخه ترکیې ته تللی و.