د کندهار د امنیې قوماندانۍ له خوا د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت د هغه کسانو له کورنیو سره مرسته پیل سوې چي د کورنۍ غړي يې د هیواد او خلکو په دفاع کې قرباني سوي دي.
د کندهار امنیې قوماندانۍ د شهیدانو او معلولینو د امریت امر لومړی څارن زلمی حفیظي وايي، چې په لومړيو کي د ۴۵۰ شهیدانو کورنیو ته اوړه، غوړي، پسونه او نور خوراکي توکي ورکول، خو دغه مرسته به وروسته نورو کورنیو ته هم ورکول سي.
د شهیدانو سویو سرتیرو د کورنيو غړي هم د کندهار امنیه قوماندانۍ له يادې مرستي څخه مننه کوي او وايي، له دوی سره مرسته سوي توکي دا څرګندوي، چي د ملي او سرحدي پوليسو په ليکو کي شهيدان سوي سرتیري د دوی د مشرانو له خوا د پامه نه غورځول کيږي.