د کندهار پولیسو هغه یو تن نیولی چي غوښتل يې ۹۱ د هیرویینو ګولۍ په خپل نس کي هند ته انتقال کړي

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسٔولین وايي، دغه راز په کندهار هوايي ډګر کي یې هم دوه کیلو ګرامه هیروین تر لاسه کړي خو په تړاو یې څوک نه دي نیول سوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه اڅکزی وايي، چي نیول سوي کس غوښتل ۹۱ د هیروینو ګولۍ په خپل نس کي هندوستان ته ولېږدوی خو د دوی د کشفي راپورونو پر اساس په هوايي ډګر کي ونیول سو.

دی وايي، دغه راز د کندهار هوايي ډګر په یوه تشناب کي دوه کیلو هیروین تر لاسه سوي خو په تړاو یې تر اوس څوک نه دي نیول سوي.

که څه هم اکثره وخت د کندهار هوايي ډګر له لاري بهر ته قاچاقوړونکي نیول کیږي خو لا بیا هم له دې کاره لېږدوونکو لاس نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...