راپور: محمد یار مجروح
د کندهار او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ سړک شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چي له کندهار ښار څخه تر هوايي ډګره پوري د شاوخوا ۱۸ کیلومتره غځېدلي سړک چاري بشپړي سوي دي.
د کندهار د ټولګټو چارو رئیس انجنیر عبدالمحمد احسان وايي، یاد سړک چي په نړیوال سټنډرډ جوړیږي،چي ۹۵ سلنه چاري يې پای ته رسېدلي دي او ډیر ژر به یې پرانیستنه وکړي.
دده په خبره پر یاد غځېدلي سړک به معیاري سولر څراغونه هم نصب کړي.
د انجنیر احسان به خبره چي په دوهم ګام کي د کندهار له هوايي ډګر څخه د تر سپين بولدک ولسوالۍ پوري د غځېدلي سړک چاري هم پیل سوي دي.
دی وايي، یاد اتیا کیلومتره سړک يې دوو جلاجلا شرکتونو ته د شاوخوا دوه نیم میلیارده افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړی تر څو د جوړیدو چاري يې ژر تر سره سي.
بلخوا د لويي لاري تلونکي مسافر، بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ لپاره مهمه ده چي د جنوبي ولایتونو ډیر صادرات او واردات له همدې لاري کیږي، چي په خبره يې د لاري سړک يې باید په اساسي ډول ورغول سي.
دوی زیاتوي، د دغه سړک د خرابوالي اوکم بر له اله ډیری وخت ترافیکي پيښي رامنځ کیږي.
د ټولګټو چارو مسؤلین وايي د دغه سړک د جوړولو چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړي سي چي ورسره سم به په صادراتو او وارداتو په برخه کي سوداګرو ته اسانتیاوي برابري سي.
ویل کیږي دا سړک باید دوه کاله مخکي ګټي اخستنی ته سپآرل سوې وايي خو د مسولینو په خبره د یو لړ تخنیکي ستونزو او موانعو له امله یاده پروژه له ځنډ سره مخامخ وه.