د دې خوني مرستیال فضل الحق مشکاني وویل، پاکستان ویلي وه، چي د افغانستان پنبه دې له لابراتور وروسته، دغه هېواد ته راوړل سي.
د ده په خبره په دې اړه د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت ډاډ ورکړی چي د هېواد په شمال او جنوب لوېدیځو ولایتونو کي یې د پنبې د محصولاتو د ارزوني لپاره مجهز لابراتوارونه نصب کړي دي.
د ښاغلي مشکاني په خبره پاکستان شااوخوا درې میاشتي د افغانستان د پنبې اخیستل ځنډولي وه چي له امله یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې شااوخوا ۴۰ زره ټنه پنبه ذخیره سوې وه چي دغه ځنډ د پنبې بیه په ۱۰۰ کې پنځوس راټیټې کړې دي.