د کندهار ولایتي شورا وايي، ډیر ژر به د ارغستان د لوړې بند د جوړیدو سروې پیل سي

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د لوړې بند یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه دی چي له ډيره وخته يې خلک د جوړیدو غوښتنه کوي.

خو اوس تازه د کندهار د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم بارکزی وايي، چي ددغه بند دتړلو لپاره خپله ولسمشر اشرف غني او اړوند وزراتونو ژمنه کړې چي ډیر ژر به يې دسروي چاري پیل کړي.

د نوموړي په خبره ولسمشر ورته ویلي، چي ددې بند لپاره به په روان او یا راتلونکي کال کي بودیجه ځانګړي کړي او هم به يې سروې پیل کړي.

دغه راز د ولایتي شورا مرستیال وايي، چي د لوړي بند جوړیدو لپاره د کندهار د خلکو په خاص ډول بزګرو لپاره خورا مهم دی.

د هغه په خبره که چیری دغه بند جوړ سي نو د کندهار د پنځو ولسوالیو زراعتي مځکو ته به په کاپي اندازه اوبه پیدا سي.

د یاد بند لومړنۍ سروې په ۲۰۱۲ میلادي کي د یوه نړیوال شرکت لخوا سوې وه.

که دغه بند وتړل سي نو ارغستان، دامان، تخته پل،سپین بولدک او ډند ولسوالیو ته به د زراعت اوبه پیدا سي چي په دې سره به و چکالي خطر چي اوس بزګر ورسره مخ دي تر ډیره له دغي ستونزي خلاص سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...