د کندهار ولایتي شورا وايي، لا هم په دریو ولسوالیو کي د نوم لیکني پروسه نه ده پیل سوې

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار ولایتي شورا ته د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي او مشران ورغلي وو او په خپلو سیمو کي د يې د ټاکنو لپاره د نوم لیکني د کمزوري پروسې څخه شکایت کوی.

دوی وايي، د نوم لیکني مواد او مرکزونه کم دي او هلته ډيری خلک د نوم لیکني د پروسې څخه محرومه پاته دي، چي باید ټاکنو کمیسیون دغه ستونزي ژر تر ژره هواري کړي.

د کندهار د ولايتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال هم د خلکوږ ستونزي تاییدوي او وايي، چي لا هم په دریو ولسوالیو کي د نوم لیکني پروسه نه ده پیل سوې او په نورو کي بیا خورا کمزوري روانه ده.

د هغه په خبره که دغه ستونزي هوراي نه سي نو دوی به د ټاکنو محلي کمیسیون او مزکزونه وتړي.

خو د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریٔس  هاشم درانی وايي، چي دوی ټولو ولسوالیو ته د نوم لیکني مواد رسولي او هلته په عادي ډول نوم لیکنه روانه ده.

دغه راز هغه وویل، په یو شمیر ولسوالیو کي ناامني او د دوی د کارکونکو سره د سیمي د مشرانو  ناوړه چلند د دوی د کار په وړاندي خنډ جوړ کړی دی.

که څه هم تر دې مهال په کندهار کي د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره شاوخوا څلور لکه کسانو نوم لیکنه کړې خو ولایتي شورا لا هم د کندهار نفوسو ته په کتو دا شمیر کم بولي او په دې برخه کي د چټکتیا غوښتنه کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...