راپور: سید حمید هاشمي
نوموړی وايي، نور به امینتي سرتیري د امنیت د ټینګښت په موخه د خلکو څخه د تذکرو غوښتنه کوي او خلک باید ځانونه ثبت کړي.
بلخوا د کندهار ولایتي شورا هم له علماوو او سپین ږیرو غواړي چي خلک د ټاکنو پروسې ته وهڅوي.
د کندهار ولایتي چارواکو او قومي مشرانو یو ځل بیا د ټاکنو لپاره د نوم لیکني په پروسه کي د خلکو پر ګډون ټینګار وکړی.
کندهار والي زلمي ویسا وايي، چي د ټاکنو لپاره باید ټول نارینه اوښځینه ځانونه ثبت کړي او خپل ملي مسٔولیت ترسره کړي.
د نوموړي په خبره نور به امنیتي ځواکونه د امنیت د تینګښت په موخه د خلکو څخه د تذکرو غوښتنه کوي او خلک باید ثبت سوي تذکرې د ځانه سره ولري.
بلخوا د کندهار د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم وویل، چي دیني علما او قومي مشران باید په خپلو سیمو کي خلک د ټاکنو پروسې ته وهڅوي او هغوی ته پوهاوی ورکړي.
دغه راز د کندهار د علماوو شورا ریٔس مولوي عبیدالله فیضاني هم ټاکني د هیواد د پرمختګ او جوړښت یوازنۍ لار وبلل او له خلکو يې غوښتل چي په دې پروسه کي ګډون وکړي.
د ټاکنو لپاره د نوم لیکني نن ۶ ورځ ده چي تر دې مهاله په ښار کي تر دوه زره کسانو پوري نوم لیکنه کړې ده.
خو چارواکي وايي، د خلکو د نوم لیکني دغه شمیر کم دی او باید ټول پرشرایطو برابر کسان نوم لیکنه وکړي.