د کندهار مدني ټولنو د هلمند د پرلت ملاتړ اعلان کړ

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار په پریس کلب کي د مدني ټولنو مسٔولینو او غړو د هلمند د پرلت یا تحصن خیمي ملاتړ اعلان کړی او دلته يې د خپلو مدني حرکتونو د پیل خبر ورکړ.

دوی وايي، په هیواد کي د رواني جګړې ډیری قربانیان یوازي ملکي افغانان دي او طالبان باید د حکومت سره د سولي خبرو ته حاضر سي.

دغه راز دوی په پریکړه لیک کي وویل، چي حکومت او طالبان دي د سولي بین الافغاني خبري پیل کړي، نړیواله ټولنه او هیودانه باید په افغانستان کي د سولي د خبرو ملاتړ وکړي او روانه جګړه ودروي.

دوی خبرداری ورکړ، چي که طالبان او حکومت د خلکو سولیزي غوښتني ونه مني نو د هلمند او کابل په څیر به په ښار کي د حق غوښتني خیمه ودروي او مدني حرکتونه به پیل کړي.

له هغه وروسته چي په هلمند کي د یوه ځانمرګي برید له امله لسګونه ملکي کسان ټپیان او ووژل سوه په یاد ولایت کي د قربانیانو د خپلوانو لخوا د تحصن خیمه درول سوې چي له تیري ورځي يې هم اعتصاب پیل کړی دی.

دغه راز په کابل او د پولي ها غاړي هم ولسي خلکو د پښتنو د حق غوښتني په نوم مدني حرکتونه پیل کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...