د کندهار د کډوالو چارو ریٔس وايي، په روان کال کي د سپین بولدک له لاري ۴۴۷۰ کډوالي کورنۍ بیرته خپل هیواد ته راستني سوي دي

د کندهار د کډوالو چارو رییس محمد رحیم رحیمي ویلي، د روان کال له پیله بیا تر اوسه له پاکستان د سپين بولدک له لاري ۴۴۷۰ کډوالي کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستني سوي دي.

هغه زیاته کړه، له دې ډلي ۷۲۱ هغه کډوالي کورنۍ دي چي قانوني اسناد یې لرل او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا ورسره مرسته سوې ده.

دی وايي، د دې تر څنګ ۳۴۷۹ بیا هغه کډوالي کورنۍ دي چي قانوني اسناد یې نه لرل.

د ده په خبره، د کډوالو چارو ریاست مسٔوولیت لري چي د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه غم وخوري، خو تر اوسه دا کار نه دی سوی.

نوموړي وویل، د ځمکو د نومرو د وېش چاري د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته ځنډیدلی چي تر اوسه نه دی ورکړای سوی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...