د کندهار د کلیو پراختیا ریاست وايي، په لسو ولسوالیو کي د بیا رغوني ۸۵ پروژې رواني دي

د کندهار د کلیو پراختیا ریاست سرپرست حمید اغا وايي، چي د کندهار په لسو ولسوالیو کي دا مهال ۸۵ د بیا رغوني پروژې رواني دي.

نوموړی وايي، چي په دغه پروژو کي ډیر يې د کانالونو د اوبو ډیمونو څاګانو جوړیدل او نور شامل دي تر څو په یادو ولسوالیو کي د خلکو کرنیزو مځکو او باغونو ته اوبه ورسیږي.

هغه وايي، په دغو پروژو کي نژدې ۳۰۰۰ کارکونکي په کار بوخت دي.

دوې ورځي مخکي د کندهار د بولدک او ښوراوک ولسوالۍ تر منځ د یوه سړک د جوړولو یو شمیر ملکي کارکوونکي وسله والو طالبانو تښتولي وه.

د کندهار د کلیو پارختیا ریٔس وايي، دوی هم د ناامنۍ له امله یوازي په لسو ولسوالیو کي پروژې مخته وړي او نورو ولسوالیو ته خپل کارکوونکي نسي استولای.

د کندهار په یو شمیر ولسوالیو کي  ډیری وختونه خلک د بیا رغوني د کارونو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، چي ددغه پروژو پیسي شحصي جیبونو او یا طالبانو ته ځي.

خو مسٔولین وايي، هغه پیسي چي دوی ته د پروژو لپاره ورکول کیږي پر خپل وخت د خلکو په غوښتنه د بیا رغوني په کارونو مصرفیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...