راپور: محمد یار مجروح
د کندهار د کار او ټولینزو چارو ریاست مسوولین وايي، روانه بیکاري ورځ تر بلي د زیاتېدو په حال کي ده، خو دوی هڅي کوي تر څو ځوانانو ته حرفوي زده کړي ورکړي او د بیکارۍ کچه راټيټه کړي.
د یاد ریاست رئیس احمدالله مبارز وايي، سږ کال به ۱۹۰۰ کسان په حرفوي زده کړو سمبال ټولني ته وړاندي کړي.
د ده په خبره په کندهار کي د بیکارۍ د ډېرېدو اصلي لامل په همسایه ولایتونو کي روانه جګړه ده چي ډیری کسان يې کډي کولو ته اړ ایستلي دي.
د کار او ټولینزو چارو رئیس همدا راز زیاتوي چي ډیر ژر به معلولو کسانو ته کلنۍ پيسې هم ورکول سي.
د ده په خبره د تیر کال او سږ کال د شاوخوا لس زره معلولو کسانو کلنۍ پيسې پاته دي چي په راتلونکو څو ورځو کي به ورکول سي.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست هر کال معلول کسانو او د شهداوو کورنیو ته د ۳۰ زره څخه تر ۶۰ زرو پوري پيسې ورکوي.
دا یوازنی دولتي مرکز دي چي تر دا مهاله يې زرګونو کسانو ته حرفوي او مسلکي زده کړي ورکړي، خو د مسٔولینو په خبره پراختیايي پروژو ته اړتیا ده تر څو د بیکارۍ کچه راټیټه سي او بیکاره کسانو ته د کار زمینه برابره سي.