د کندهار د ډنډ ولسوالۍ له څلورو لېسو څخه ۲۴۶ تنه زده کوونکي فارغ سول

په دې اړه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په جمال کرز لېسه کي مراسم جوړ سوي وه چي ګڼ شمېر  زده کوونکو او قومي مشرانو برخه پکښي اخیستي وه.

په دغه غونډه کي د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون وویل، فارغ سوي زده کوونکي باید پر همدغه زده کړو بسنه ونه کړي او باید خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه دغه راز له قومي مشرانو او ځوانانو څخه هم وغوښتل چي د زده کړو په برخه کي د پوهني ریاست سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د کندهار د ډنډ ولسوالي ۳۳ بابه ښوونځي لري چي دوه ښوونځي یې تړلي دي او د پوهني ریاست پلان لري چي راتلونکی کال دغه بند ښوونځي هم خلاص کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...