رپوټ: مهتمم صالح
د تلي ۱۳مه د ښوونکي نړيواله ورځ ده، چي د دوشنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي هم د دغي ورځي د لمانځلو مراسم جوړ سوي وه.
د کندهار د پوهني رئیس محب احمد روښان و ویل، دوی د پوهني د پیاوړتيا په له پاره هلي ځلي پیل کړي دي، تر څو په دغه رياست کي په پوره ډول اصلاحات راوستل سي.
دی وايي، ښوونکو ته يې د اسانتيا په برخه کي یو لړ کارونه کړي دي، چي په هغو د ښوونکو د معاش ستونزه ده او ژر به حل سي.
روښان وايي، د پوهني په ریاست کي به هر کار د پلان او لايحې مطابق کيږي.
د ده په خبره د پوهني د پیاوړتيا له پاره يې د پوهني کمېټې په نوم يوه شورا جوړه کړې، چي په رأس کي يې د کندهار والي هم دئ.
د پوهني رئیس وايي، دغه څو کسيزه شورا به په تدريسي او مالي برخه کي نظارت هم کوي، چي د پوهني وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ او کندهار ولايتي شورا له خوا منل سوې ده.
بلخوا کندهار والي وایي، په پوهني رياست کي به ټولي مقررۍ د ټاکل سوي شورا له خوا کيږي.
دی وایي، دغه شورا په پوهني ریاست کي د ټولو مثبتو تغيراتو صلاحيت لري.
دغه راز والي، د روان کال تر پايه به ټولو ښوونکو ته د سرپنا له پاره مځکي ورکړل سي.
دی وايي، د پوهني رئیس په رياست کي اصلاحات پیل کړي دي، نو د کندهار ټول مشران دي ورسره همکاري وکړي.
په مراسمو کي د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال ښوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل، دی وياړي چي ښوونکي د سته ستونزو سره سره خپلو زده کوونکو ته تدريس کوي او هغوی روزي.
دی وايي، اوس په ډېر کم امتیاز زده کوونکو ته تدريس کوي، نو مسئولين دي د دوی معاش پر وخت ورکړي، تر څو دوی هم د خپلو اولادونو له پاره يوه ګوله ډوډۍ برابره کړي.
بلخوا په کندهار کي يو شمېر مدني فعالان وايي، اوس هم په پوهني رياست کي ستونزي سته.
دوی وايي، تر اوسه په ریاست کي د کتابونو او ښوونکو ستونزه نه ده حل سوې، چي دا خپله پر زده کوونکو منفي اغېزه کوي.
د دوی په خبره، په ډيرو ښوونځيو کي د دولسم ټولګي څخه فارغ استادان تدریس کوي، چي د دوی پر ځای بايد هغه رسمي ښوونکي يو وخت قرارادي ودرول سي، چي په یاد ښوونځي کي تدریس کوي.
که څه هم د پوهني رياست نوې رهبري او ولايت مقام په دغه ریاست کي د اصلاحات او یو شمېر تبديلیو خبر ورکوي، خو ډېر وخت د دغه رياست څخه فساد او د خپلويو په نظر کي نیولو مقرريو اوازې خپريږي.