راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار د مستوفیت چارواکي وايي، په دغه اداره کي يې تر پخوا اصلاحات راوستلي او د فساد پر ضد يې جدي کار پیل کړی.
که څه هم په تیرو کلنو کي په دغه ولایت کي یو شمیر زوراکو کسانو حکومت ته خپله کلنۍ مالیه نه ورکول خو اوس دغه ستونزه تر یوه حده هواره سوې ده.
د کندهار مستوفي احمد جان پوپل وايي، چي په تیرو څلور میاشتو کي يې په دغه اداره کي ډیر اصلاحات راوستلي چي له امله يې د دوی عواید هم د تیر کال د همدې مودي په پرتله زیات سوي دي.
نوموړی وايي، اوس د یو شمیر هغه زورواکو کسانو څخه هم مالیه راټولوي چي مخکي به يې نه ورکول.
خو نوموړی وايي، لا هم ځیني زوراکي سوداګر، شرکتونه او نور کسان سته چي دوی ته خپله مالیه نه ورکوي چي باید امینتي ادارې د یادو کسانو په راکشولو کي د دوی سره همکاري وکړي.
د هغه په خبره د مالیاتو نه ورکولو یو لامل هم دادی چي یو شمیر کسان فکر کوي چي د دوی مالیات شخصي جیبونه ته ځي په داسي حال کي چي ټول مالیات د دولت خزانې ته ځي.
هغه له مالیه ورکونکو غواړي چي خپله مالیه پر وخت مسوفیت ته ورکړي او په دې برخه کي د دوی سره همکاري وکړي.
څو ورځي مخکي کندهار والي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي خبر ورکړ چي د کندهار مسوفیت درې کارکوونکي يې د اداري فساد په تور نیولي دي.
نوموړي ویلي وو، چي په ټولو ادارو کي د فساد پر ضد جدي کار روان دی او د عاملینو سره به يې قانوني چلند کیږي.