چارواکي وايي، له کندهار ولایت نه د انګورو په صادراتو کي ډېروالی راغلی او تمه ده چي سږ کال به تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر سي.
د کندهار د سوداګرۍ خونو مسؤلین وایي، د انګورو د حاصلاتو او صادراتو د ډېروالي خبره داسي مهال کېږي چې دغه ولایت وچکالۍ ځپلی او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
چارواکي وايي، د انګورو د صادراتو د ډېروالي لامل د انګورو معیاري بسته بندي او په یخچالي موټرو کي په سالمه توګه د هغو لېږد دی.
د کندهار د سوداګرۍ خوني مشر حاجي نصرالله زهیر وویل، سږ کال د کندهار د انګورو باغونه له ناروغیو او طبیعي آفتونو سره نه دي مخ شوي چې له امله یې د نورو کلونو په پرتله حاصلات ښه او ډېر دي.
نوموړی زیاتوي، تر دې مهاله له کندهار څخه د ۱۲زره ټنه په شاوخوا کي انګور صادر سوي او تمه ده چي د حاصلاتو تر پایه له ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر سي.