د هندوستان سره د افغانستان د هوایي دهلیز جوړیدل د افغان سوداګر
افغان سوداګر وایي، چي افغان حکومت دي دا پروسه پراخه کړي او ورته نوري لاري دي هم ورته پیدا کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجینر عبدالباقي بنا وایي، د هندوستان سره هوایي دهلیز د صادراتو له اړخه خورا مهم او د سوداګرو لپاره خورا د ګټي وړ وو خو زیاتوي چي حکومت دي دا پروسه نوره هم پراخه کړي او له نورو هیوادونو سره دي هم ورته لاري جوړي کړي.
ښاغلی بنا وایي، چي افغان سوداګر او افغان بزګران خورا کمزوری اقتصادي وضعیت لري، ځکه خو دا ډول لاري پرانیستل اړین دي.
نوموړي وویل، چي سږ کال د کندهار څخه هند ته ۲۸۰ ټنه وچه او تازه میوه، طبي بوټي او نور د همدي لاري واستول سول چي خورا ښه بازار یې درلودی.
د کندهار د وچي او تازه میوې سوداګر وایي، چي د حکومت له لوري د هند سره د هوایي دهلیز جوړیدل ګټور وو خو وایي، ښه به لا داوي چي د نورو هیوادونو سره هم ورته لاري جوړي سي.
هغوی وایي، چي دا مهال د لوی کندهار ډیره میوه او طبي بوټي پاکستان ته صادریږي خو زیاتوي مهمه ده د هوایي دهلیز په برخه کي لا نوري اسانتیاوي هم رامنځته سي.
سږ کال د کندهار څخه ټول ۸۴ زره ټنه وچه او تازه میوه، طبي بوټی او نور بهرنیو هیوادونو ته صادره سوه خو ویل کیږي، د صادراتو دا کچه خورا لوړه وه او هم ویل کیږي چي که حکومت د نورو هیوادونو سره لاري ولري نو افغان سوداګر او بزګران به د ښه اقتصاد خاوندان سي.