د کندهار د اوبو رسولو د ادارې مسٔولین وايي ، چي په کندهار کي د اوبو سطحه ټيټه سوې

راپور: سید حمید هاشمي

وچکالي، ژور څاهان او د اوبو زیات مصر هغه عوامل دي چې په دې برخه کي يې جدي اندېښنې راپورته کړي.

د کندهار د اوبو رسولو د ادارې مسئولین وايي، چي په دې ولایت کي د اوبو سحطه پنځه ویشت مېتره پوري کښته سوې.

د نوموړي ادارې مشر محمد نادر کاکړ وايي، چي په موټر شویانو کي د اوبو زیات مصرف او په خپل سري ډول د برمو وهل د کندهار ښار په شمالي برخو کي د اوبو سطحه آن ۱۵۰ میتره هم کښته کړې.

د اوبو دنړیوالي ورځي په مناسبت نوموړي پر ښاریانو ږغ وکړ چي د اوبو په سپما کي پام زیات کړي.

بل خواته په کندهار کي د اوبو رسولو د ادارې ریس وحیدالله کامران وايي، چي په ټول افغانستان کې ۵۰ فیصده د اوبو ضایعات شته.

دی زیاته وي چي، په کندهار کي د لویو او کوچینو بندونو ترمیم او تړلو ته پلان جوړ سوی چي له مخي يې د دهلې د بند د سروې کار روان دی او ټول ۹ بندونه جوړیږي.

د هلمند د دریايي حوزې ریٔس نجیب الله جوین وویل، چي په هیواد کي د کم اورښتونو او اوبو د ضایعاتو له امله به راتلونکي کلونه د وچکالۍ له خطر سره مخ وي، خو په خبره يې چي د اوبو د مدیریت او تنظیم لپاره د وزارت په سطحه پر مهمو پلانونو کار کیږي.

روغتیايي مسئولین وايي، چي اوبه د انسان په ورځني ژوند او روغتیا کي هم تر ټولو مهم عنصر دی چي کمښت او نشتون يې لويي روغتیايي ستونزي رامنځ ته کوي.

دوی د اوبو د مصرف او د ضایعاتو د مخ نیوي په برخه کي ګډو هڅو ته په اشارې سره وايي، چي باید هم خلګ او هم مسئولين ادارې پام ورته زیات کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...