راپور: سید حمید هاشمي
دا مهال په دغه ولایت کي ټول ۴۵ تاریخي ځایونه موجودي دي چي د ځینو د ترمیم چاري هم رواني دي.
خو چهل زینې د کندهار هغه مهمه تاریخی سیمه ده،چي د خلکو پر مخ د ورتګ لاري تړل سوي او ترمیم ته زیاته اړتیا لري .
دا د کندهار ښار په اومه ناحیه کي د چهل زینو تاریخي سیمه ده، چي مخکي به ورته عام خلک د سیل لپاره ورتلل خو اوس دا ځای په یوه امنیتي سیمه بدل سوی.
چهل زینې چي تاریخي قدامت يې شاوخوا پنځه سوه کالو ته رسیږي، په ۹۳۰ ه- ق کال کي د بابر باچا د زوی عسکري میرزا لخوا جوړي سوي دي.
دا زینې د یوه ډبرین غره په منځ کي تیري سوي چي د تاریخ پوهانو په خبره پر جوړیدو يي ۲۳ کاله وخت تیر سوي دي.
د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریٔس فضل باري بریالی وايي، چي چهل زینې د تاریخي ابداتو په قطار کي یو له مهمو سیمو څخه ده.
دا چي ولي چهل زینې تر اوسه ندي ترمیم سوي او یا ورته د سیلانیانو لپاره د ورتګ زمینه نده برابره سوي، بریالی وايي، چي دا کار خورا مهم دی او دوی به يې په اړه له مرکزي ادارې بحث وکړي.
دغه راز کندهار د تاریخي ځایونو له پلوه یوه غني ولایت دی، چي د مسٔولینو لخوا ۴۵ تاریخي ابدې په رسمي ډول ثبت سوي دي.
له دي ډلي، نارنج ماڼۍ ، د میرویس نیکه مقبره، بابا صاحب زیارت، او چهل زینې هغه مهم تاریخي ځایونه دي چي زیات شهرت لري،او خلک يي لیدو ته ورځي.
فضل باري بریالی وايي، چي اوس د کندهار زینې تاریخي ځایونه د ترمیم په حالت کي دي او دوی هڅه کوي تر څو تاریخي سیمو لیدو ته سیلانیان راجلب کړي او له دي لاري خپل عاید تر لاسه کړي.
که څه هم په نورو ولایتونو کي د تاریخي ځایونو څخه داخلي او بهرني سیل کوونکي لیدنه کوي او له دي لاري زیات عاید تر لاسه کیږي خو په کندهار کي تر اوسه ددي کار لپاره زمینه نده برابره سوي.
اوس مهال یوازي د کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست د ملي موزیم څخه د سیل کوونکو له لاري یو اندازه عاید لاسته راخي.