د کندهار ترافیکو مسٔ‍‍‍وولین وايي، په راتلونکي اختر کي يې د ترافیکي نظم لپاره خاص تدابیر نیولي دي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د ترافیکو مدیر سمنوال محمدالله خان وايي، د روژې په میاشت کي يې ترافیکي نظم کنټرول کړي او هڅه يې داده تر څو ترافیکي پيښي رامنځ ته نسي.

دده په خبره د ښار په ګڼه ګوڼه سیمو کي يې خپل پرسونل ځای پر ځای کړی دی.

د ترافیکو مدیر همدا راز زیاتوي، چي د اختر په ورځو کي يې د ترافیکو د کنټرول لپاره خاص پلان نیولی او د لويي عیدګاه په ګډون د ښار په ټولو هغه سیموکي  به ترافیک ځای پر ځای کړي چيري چي داختر لمونځ ادا کیږي.

د ده په خبره خلګ باید د اختر په ورځو کي د خپلو ټرانسپورټي وسایطو سره پام وکړي او خپل وسایط  کوچنیانو ته ورنکړي تر څو هم ځان هم د نورو ژوند وژغوري.

د ترافیکو مسٔوولین وايي، د روژې په میاشت کي ترافیکو پيښو شاوخوا ۱۲ کسان وژلي دي.

بلخوا د میرویس حوزوي روغتون مسٔوولین وايي، د روژې په میاشت کي ترافیکي پيښو تر ۵۰۰ زیاتو کسانو ته مرک ژوبله اړولې او ۱۴ کسه يې وژلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...