د کندهار امنیه قومندان : د برېښنايي تذکرو سیاسي ګټه اخیستل ورته د منلو وړ نه ده او د خنډ جوړونکو په وړاندي ولاړ دی!

د کندهار امنیه قومندان وايي، د برېښنايي تذکرو قانوني مرحله هم مخکي له مخکي پای ته رسېدلي او څوک چي ځان افغان نه بولي او په پاسپورټ راغلي بیرته دي بهر ته ولاړ سي.

جنرال عبدالرازق افغانیت خپل ملي هویت بولي او زیاتوي، چي د انتخاباتو لپاره ځیني درواغجني وعدې وسوې، په عملي کولو کي يې هیچا پوښتنه ونه کړه، خو اوس د يوې ملي موضوع په برخه کي خنډونه جوړوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چي په دي برخه کي هیچا ته د ستونزي جوړولو حق نه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...