د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، چي د وسله والو طالبانو مشرانو د یادي ډلي په مشرتابه کي یو لړ بدلونونه راوستلي دي

د جنرال عبدالرازق په وینا، د طالبانو د مشرتابې د پرېکړي پر اساس په فرهنګي چارو کي د طالبانو مشر امیر خان متقي په خپله دنده کي د سرغړوني له امله له خپلې دندي ګوښه کړای سوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي د طالبانو مشرتابه د پرېکړي سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په فرهنګي چارو کي د طالبانو نوی مشر په توګه په دنده ګمارل سوی دی.

د کندهار امنیه قوماندان په همدې حال کي ادعا کوي، چي طالبانو ښاغلي متقي د طالبانو مشر ملا هبت الله د دفتر رئیس په توګه په دنده ګمارلی دی.

دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر رویټرز ته ویلي، چي د طالبانو مشرتابه د وسله والو سلفي انځورونو په اړه یوه بیړنی غونډه رابللې ده.

سرچینه زیاتوي، چي د طالبانو مشرتابه د یاد ډلي ډلمشرانو ته لارښوونه کړې، چي د هغو طالب جنګیالیو په وړاندي انضباطي اقدامات وکړي چي له امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو سره سفلي انځورونه اخیستي دي.

د سرچینې په وینا، پاکستان د طالبانو له مشرتابې څخه غوښتي وو چي د اوربند په موده کي یې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو په وړاندي هم بریدونه ودروي خو طالبانو مشرتابه د پاکستان دغه غوښتنه رد کړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...