د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په ښار کي د امنیتي کېمرو د نصبولو پلان نلري خو که وغواړي دا کار به د ښاریانو په خوښه وکړي

محمد یار مجروح

دوې ورځي وړاندي یو شمیر ښاریانو هیواد تلویزون ته وویل، چي پولیسو خبر ورکړی چي باید د خپلو دوکانونو پر سر امنیتي کیمرې ولګوي.

د امنیه قومندانۍ مسٔوولین وايي، په دې اړه څیړنه کوي او هغه کسان به مجازات کړي چي دوکانداران يې دې کار ته مجبوره کړي وه.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې په کندهار ښار کي دوکانداران ادعاوي کوي چي د پولیسو له لوري خبر ورکول سوی تر څو د خپلو دوکانونو پر سر امنیتی کیمرې ولګوي.

پولیسو د ښار په مرکزي سیمو کي دا کار کړی دی.

د ښار یو شمیر دوکانداران وايي، د امنیتي کیمرو لپاره يې پر هر دوکان ۱۶ سوه افغاني ټولي کړي او غواړي پر خپلو دوکانونو امنیتي کیمرې نصب کړي.

دوکانداران د پولیسو له یاد اقدام څخه خوښ دي او زیاتوي چي د کیمرو په نصبولو سره به يې دوکانونه له غلو څخه خوندي وي او هم به ورسره په ښار کي امنیتي حالت ښه سي.

خو یو شمیر کسان بیا د امنیتی کیمرو نصبول د دوکاندارانو لپاره ستونزومن کار بولي، دوی وايي که کیمرې نصب هم سي د امنیتي پېښو مخنیوی نه کیږي او کومه خاصه ګټه به ونه کړي.

د دوی په خبره امنیتي کیمرې ۲۴ ساعته برېښنا غواړي خو په کندهار کي دا کار ناممکنه دی.

بلخوا د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی له یادي پېښي ناخبري ښيي او زیاتوي چي امنیتي مقامات په ښار کي د امنیتي کیمرو د نصبولو پلان نلري.

دی وايي، د دې لپاره هئیت ټاکل سوی تر څو یاده موضوع وڅیړي چي دا کار چا کړی دی؟

د ده په خبره سرغړونکي به سخت مجازات کړي.

ده همدا راز وویل، د امنیتي کیمرو نصبول ګټور دي خو که ښاریان وغواړي دا کار به د دوی سره په ګډه وکړي.

په کندهار ښار کي د امنیتي کیمرو د نصبولو خبري پر داسي مهال کیږي چي ددغه ښار امینت اوس نسبتآ ښه دی او کله ناکله غلچکي بریدونه پکښي ترسره کیږي چي عاملین يې تر ډیره په تیښته بریالي کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...