د پاکستان پوځ پر کونړ ۶۰۰ توغندۍ توغولي

د کونړ ولایتي مسٔولین وایي، چي په دې بریدونو کي خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي او یوه نهه کلنه نجلۍ پکښي ټپي سوې ده.

تر دې دوه ورځي وړاندې یې هم د کونړ پر دانګام، سرکاڼو او شلتن ولسوالیو له ۳۰۰ زیاتې د توپونو مرمۍ راویشتلي چي په دانګام کې د یوې کورنۍ دوه غړي ټپيان سوي دي.

دغه بریدونه په داسي حال کي زور اخلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو سویو اړیکو د رغولو لپاره هڅي تُندې سوي او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو ښه کولو لپاره د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی سبا کابل ته ځي.

تېره ورځ د پاکستان جېټ الوتکې هم د دانګام خاورې ته داخلې سوې وې چې یو شمېر سیمې يې هم بمبار کړې وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...