لاریونوال د پاکسانان کړني د پښتنو پر وړاندي ظالیمانه وبللي او له پښتنو يې وغوښتل چي ددغه هیواد حکومت پر وړاندي درېځ قاطع کړي.
د کندهار د مرکز ښار او بولدک ولسوالۍ د اوسیدونکو لاریونه د ډیری خلکو لخوا بدرګه کیدی.
لاریونوالو د پاکستان پر وړاندي شعارونه ورکول او هلته يي پر پښتنو کړي او روان ظلمونه غندل.
د کندهار د سپین بلدک اوسیدونکي وايي، نور باید په پاکستان کي پښتانه خپلواکي تر لاسه کړي او د غلامۍ توک له غاړي وباسي.
دوی همدا ډول ګواښ وکړ، چې که پاکستان د پښتنو پر وړاندې جوړو سوو دسیسو ته دوام ورکړي، د پولې دواړه غاړي مېشت پښتانه او بلوڅ قومونه به د پاکستان پر وړاندې یو ځل بیا پراخو لاریونونو ته دوام ورکړي.