د پاکستان د پوځ مشر کابل ته رسېدلى دى

يوې باوري دولتي سرچينې رسنیو ته وويل، چي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له يوه پوځي  پلاوي سره نن سهار وختي کابل ته راغلى دى.

سرچينې  زياته کړې چي هغه به د افغانستان، پاکستان، امريکا او ناټو د پوځي مشرانو په ګډه امنيتي غونډه ګډون وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخي، په دي غونډه کي به د افغانستان لوى درستيز جنرال يفتلي، په افغانستان کي د ناټو قوماندان جنرا نيکولسن، د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل ګډون کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...