د ولسي جرګې غړو پر کورنیو چارو وزارت د وروستي برید له امله امنیتي ادارې کمزوري بللي

د ولسي جرګې غړو د کورنیو چارو پر وزارت برید په کلکو ټکو وغانده او په وینا یې په دغه ډول بریدونو کې بهرنیان او بهرنۍ استخباراتي کړۍ په مستقیمه توګه لاس لري.

د ولسي جرګې غړو همدا راز وویل، چي امنیتي ادارې کمزوري دي، د امنیت په ټینګولو نه دي بریالۍ سوې، خپلو تېروتنو او کمزوریو ته توجېهات جوړوي.

د ولسي جرګې غړو همدا راز د امنیتي او دفاعي ادارو پر مشرانو غږ وکړ، چي که د کار د ترسره کولو وړتیا نه لري، نو وجدان دې ولري او له خپلو دندو دې استعفا ورکړي.

د وکیلانو په خبره د ملي یووالي حکومت مشرانو غیر مسلکي او بې کفایته کسان په امنیتي ادارو کې په لوړو څوکیو ګومارلي دي چي له همدې امله هره ورځ افغانان د وير پر ټغر ناست وي.

د ولسي جرګې غړو د کورنیو چارو پر وزارت د وروستي برید د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې د پلټنو معلومات دې له ولس سره شریک سي.

ددوی په خبره دغه ډول بریدونه ډېر کار او پوره مهارت ته اړتیا لري او ښايي ډېري کړۍ د بریدونو په سمبالولو کي له ترهګرو سره لاس ولري چي باید افشا کړل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...