د هلمند ځیني کروندګر وايي، چي د طبيعي افتونو له امله يې د خټکيو او هندواڼو حاصلات خراب سوي

د لښکرګاه ښار اړوند د کارېز سيمي کروندګر وایي، چي په دې سيمه کي لسګونه جريبه د خټکيو او هندواڼو پالېزونه د طبيعي ناروغيو له امله خراب سوي دي.

دوی وايي، چې سږ کال د خټکيو او هندواڼو بازار هم ښه نه دى نو ځکه دوى په چټکۍ سره په کمه بيه خپل حاصلات پلوري.

د دوی په وینا چي د حکومت له لوري دوى ته ويل سوي وه که په خپلو ځمکو کي کوکنار ونه کري، نو هر راز مرستې به ورسره وسي خو تر اوسه مرستي نه دي ورسره سوي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کي د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس وایي، چي د امکاناتو نه درلودو له امله يې ونه سول کولاى چي له کروندګرو سره مرستي وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخي، سږ کال په دغه ولايت کي ٤٠زره هکتاره ځمکه باندي هندواڼې کرل سوي چي هر هکتار يې ٢٥ ټنه حاصلات ورکوي او په څلور زره هکټاره ځمکه باندي خټکي کرل سوي چي هر هکټار يې بيا ٢٠ ټنه حاصلات ورکوي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...