د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کي د راتلوونکو ټاکنو دپاره د نوم لیکني بهیر ټکنی دی

راپور: جواد داوري

د ثورمیاشتي پر ۲۳ نیټه د لښکرګاه ښار ترڅنک د هلمند ولایت په درې ولسوالیو ناوه، نادعلي او ګرشک کي د راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانود پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکني د ثبت بهیر پیل کړي دي.

په ولسوالیو کي ځایي اوسیدونکي د امنیتي ستونزو له امله په ډاډه زړه نه سي کولای پر تذکرو د ټاکنو نښه یا سټیکر ولګوي.

د هلمند امنیه قومانداني مرستیال سمونوال عبدالکریم حمید چي د همدې مرکزونو د ارزوني دپاره ناوې ولسوالیو ته تللی و رسنیو ته وویل، په ځینو ځایونو کي تهدیدات موجود دي چي دوي به د حل لاره ورته ولټوي.

د ناوې ولسوال سراج الدین سرحدي که څه هم د امنیت ډاډ ورکوي خو بیا هم له امنیتي ارګانونو غواړي چي د ناوې ولسوالۍ ډیري سیمي اوس هم د وسله والو طالبانو په کنترول کي دي.

دی وايي، د تذکرو د ویش څلور ټیمونه د ولسوالۍ په مرکز او کلیو کي هغه کسانو ته تذکري ویشي چي تراوسه يې تذکره نه وه اخیستي.

بل خوا د ناوې ولسوالي ځايي اوسیدونکو د رسنیو پر وړاندي د امنیتي مشکلاتو خبري نه کولي خو د پردې تر شاه يې د ټاکنو اوسني بهیر کي د خلکو د لږ ګډون علت  په سیمه کي د وسله والو طالبانو شتون یاداوه.

دوی همداراز له حکومت او ټاکنو کمیسیون څخه غوښتنه کول چي د تیر په څیر ټاکني ورته د قناعت وړ نه دي په راتلوونکو ټاکنو کی دي د درغلیو مخه ونیول سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...