د هلمند اوسیدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي چي د ناومیش ولسوالۍ ټاکني په دایکندي ولایت پوري اړوند کړي

راپور: جواد داوري

ناومیش ولسوالۍ د باغران ولسوالۍ په څنګ کي د دایکندي ولایت سره نژدې موقعیت لري چي په ۱۳۹۵ کال کي یې تشکیلات او نوري اړوندي چاري په دایکندي ولایت پوري مربوط سوي دي.

د هلمند مدني فعالانو او قومي مشرانو د یوې اعتراضیه غونډي پرمهال د ولسمشر پر دوهم مرستیال نیوکه وکړه چي په راتلوونکو ټاکنو کې یې ناومیش ولسوالۍ په هلمند پوري مربوط کړې ده.

شاوخوا یوه میاشت کیږي چي د ناومیش ولسوالۍ په راتلوونکو ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو کي د هلمند مربوط سوې ده.

د هلمند اوسیدونکي مدني فعالانو او قومي مشرانو دیوې اعتراضیه غونډي پرمهال له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چي یاده ولسوالي بیرته د دایکندي ولایت مربوط کړي او ځکه په تیرو ټاکنو کي هم ناومیش اوسیدونکو د دایکندي ولایت له لاري رایه کارولي ده.

مدني فعالان وايي، که چیري دولت د دوی غوښتنه ونه مني له مرکزي او محلي ادارې سره به پریکون اعلان کړي او ټاکني به تحریم کړي.

ددې غونډي د پریکړه لیک په یوه برخه کي راغلي دي چي دولت دي د هلمند شپږ ولسوالیو چي اوس مهال سقوط دي او اوسیدونکي یې ټاکنو کي ونډه نه سي اخیستلاي عملیات په لاره واچوي ترڅو اوسیدونکي یې ټاکنو کي ونډه واخلي.

ویل کیږي، په ناومیش ولسوالۍ شاوخوا ۳۶ زره کسانو د راتلوونکو ټاکنو د پاره د رایي اچوني نوم لیکنه کړې ده چي دا د هلمند تر بلی هري ولسوالۍ یې ارقام لوړ دي.

په هلمند کي د ټاکنو ولایتي دفتر د چارواکو په وینا تردې مهاله شاوخوا درې لکه کسانو په لښکرګاه او ولسوالیو کي پر تذکرې سټکر لګولی او همدارنګه ۹۲ تنو د راتلوونکو پارلماني ټاکنو دپاره نوم لیکنه کړې ده.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...