د هرات ولایت د کلیو او پراخیتا ریاست چارواکي وایي، د هرات ولایت په یوشمیر ولسوالیو کي ۳۴ پرمختیایي پروژې یې د عملي کیدو په حال کي دي

راپور: غلام فاروق رسولي

د هرات ولایت د کلیو او پراختیا ریٔس د کلیو او پراختیا ریس کلیپ. آقا محمد صدیقی وايي، په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال دوی ۳۴ پرمختیایی پروژې چي مالي لګښت یې تر ۸۲۱ ملیونه اوړي په پلان کي لري. چي په خبره یې دیادو پروژو څخه درې یې بشپړي سوې او پاته نوري تر کار لاندي دي.

ښاغلی صدیقي زیاتوی، دوی د روان مالي کال په لمړیو شپږو میاشتو کي شاوخوا ۲۸۶ اتیا ملیونه افغانۍ خپل پراختیایي بودجه مصرف کړي چي د ټولي بودجې ۳۵ سلنه جوړوي.

د ده په خبره که حکومت او نړیوال بانک پروخت ژمنه کړې بودجه ورته وسپاري دوی چمتو دي چی ټوله په مصرف ورسوي.

د هرات ولایت د کلیو او پراختیا د ریٔس په خبره د دوی ډیري پروژې د سړک جوړوني او اوبو رسوني دي یو شمیر یې د میثاق شهروندی پروګرام له لاری پلي کیږي.

په همدی حال کي د هرات ولایت د ولایي شورا غړي بیا وایي، د کلیو او پراختیا ریاست هیڅ کومه پروژه په ولسوالیو کي تر لاس لاندی نه لري او د میثاق شهروندۍ درې پروژې په ولسوالیو کي تر کار لاندي دي چي په خبره یې هغه هم د بودجې د کمښت د نه رسیدو له کبله په ټپه ولاړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د شینډنډ ولسوالۍ د یو شمیر وګړو په خبره د کلیو او پراختیا ریاست په دې ولسوالۍ کي یوه پروژه چې باید دوه کاله وړاندي بشپړه سوې وای تر اوسه یې کار نه دی پیل سوی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...