د هرات – خواف ریل پټلۍ چۍ د یوشمیر اقتصادي شنونکو په اند د منځنۍ اسیا او اروپا سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو ښه لار بلل کیږي، کار یې په ایران هیواد کي بشپړ سوی او په افغانستان کي هم یوازي د څلورم فاز کار پاته دی.
تر راتلونکو پنځه څلویښت ورځو پوري به د هرات – خواف ریل پټلۍ، د دریم فاز کار بشپړ او د څلورم او ورستي فاز کار به یې پیل سي.
د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ ولسوال وایی: دوي چمتو دي چي په دې ولسوالۍ کي د دې ریل پټلۍ د څلورم فاز د جوړولو کار هم پیل کړي.
یو شمیر اقتصادي شنونکي وايي، چي د دې ریل پټلۍ په جوړیدو سره به د افغان پانګوالو لپاره زمینه برابره سي چي په ډیر کم لګښت خپل مالونه تر منځنۍ آسیا او اروپا ورسوي.
د هرات ولایت د والي ویاند هم وايي، د هرات – خواف د ریل پټلۍ د ورستي برخي د بشپړولو لپاره هم پیسي او هم امکانات په لاس کي لري او په خبره یې د دې ریل پټلۍ د دریم فاز د کار په بشپړیدو سره به د څلورم فاز کار پیل کړي.
هرات – خواف ریل پټلۍ چی افغانستان د هرات ولایت له لاري د ایران او د هغې لاری د منځنۍ آسیا او اروپا سره نښلوي، کار يې کلونه مخ کي پیل سوی او باید تیرکال بشپړ سوی وای خو د ځینو ستونزو له کبله یې کار ځنډیدلی دی.