په دغه ترافیکي پیښه کي دوه کسان وژل سوي دي.

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوند سیمه کي د یوه ۳۰۳ موټر او ټانکر د ټکر له امله ۵۵ تنه سپرلۍ ټپیان سوي دي

دغه ټپیان چي ۱۱ تنه يې د ۲۱۵ میوند قول اردو  د څلورمي پلي لوا روغتون ته یوړل سول او تر تداوۍ وروسته رخصت سوه او پاته ۴۴ ټپیان د ۲۱۵ میوند قول اردو د ښوراب روغتون ته د  ملي اردو ځواکونو په مرسته راوړل سول او تر تداوۍ لاندي سوه .

د ښوراب نظامي آډې د روغتون ډاکتران وايې چي د یادو ټپیانو تداوي په بېړني ډول ترسره سوه او هغه کسانو چي ویني ته يې اړتیاو وه د ملي اردو سرتیرو ورته وینه ورکړه ترڅو د ملکي خلکو ژوند وژغورل سي .

د ملي اردو ځواکونو ډاکترانو په خبره چي دوي له ټپیانو سره بېړنۍ مرستي وکړې او تر جدي مراقبت لاندي دي .

په ټپیانو کي یو تن وژل سوی او پاته ۴۳ نور يې چي۳ تنه يې ښځینه دي  روغتیايي حالت یې د  ډاډ وړ دی.

روغتون ته راوړل سوي ټپیان د ملي اردو ځواکونو او ډاکترانو څخه خوښي څرګنده کړه چي په ښه ډول او پر وخت سره يې د ټپیانو مرسته وکړه .

دوي وايي مازیګر مهال ۳۰۳ موټر چي له کابل څخه نیمروز ولایت ته پر لاره وو د یو ټونس پیما موټر سره ترافیکي پیښه رامنځ ته سوه.

د ویلو ده چي په دلارام ولسوالۍ کې اکثره وخت ترافیکي پیښي رامنځ ته کیږي.

ترانسپورټي شرکتونه د سړک خرابوالي او په سیمه کي ناامني په ګوته کوي چي موتر چلوونکي کوښښ کوي له یادي سیمي په تیز سرعت له سیمي تیر سي چي کله نا کله له همدي امله ترافیکي پیښي رامنځ ته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...