د نفتي موادو د کیفیت معلومولو کمپنۍ ((جیو کم)) په هرات کي د ولسمشر حکم نه دی عملي کړی

جیوکم  د نورم او استندرد ادارې سره د سوي تړون له مخي د افغانستان په بندرونو کي د نفتی موادو او نورو نوشابه بابو کیفیت معلومولو لپاره کارکوي.

د هرات ولایتي شورا وايي، دغه کمپنۍ په بندرونو کي د ازمایلو اړونده دستګاوي نه لري او په غیرقانوني توګه له خلکو پيسي اخلي .

کامران علیزی وايي، جیوکم سره د نورم استندرد ادارې تړون دوې میاشتې وړاندي پای ته رسیدلی خو لاهم په غیرقانوني توګه خپل کار ته دوام ورکوي .

هغه جیوکم او د هرات نورم استندرد اداره په فساد کي ښکیله بولي چي په وینا يې هره ورځ لسګونه زره ډالرخپل شخصي جیب ته اچوي .

په ورته وخت کي د هرات د نفتی مواد او اومو ګازو اداره جیوکم د ولسمشر د ورکړل سوي حکم سره په مخالفت تورنوي .

هڅه مووکړه چي په دي اړه د جیوکم او نورم استندرد ادارې نظرهم واخلو، هغوی مواړیکه جواب نکړه خو د هرات د والي ویاند په دي اړه د اجراآتو ژمنه کوي .

د هرات ولایتي شورا جیوکم او نورم استندرد ادارو کي د فساد له امله هره ورځ لسګونه ټانکره بې کیفیته تیل او ګازهرات ته راوړل کیږي .

هغه ګواښ کوي که چیري حکومت د دغه ادارې مخه ونه نیسي نو د خلکو په واسطه به يې دروازه وتړي

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...