د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره تمه ښيي چي ډېر ژر به د پاکستان پر فضا د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتني بیرته پيل سي

د دې ادارې وياند محمد قاسم رحيمي پرون وويل، د الوتنو د بيا پيل لپاره له نړيوالو سازمانونو سره هم بحثونه سوي دي.

“موږ د ملکي هوايي چلند په برخه کې هم له فعالو سازمانونو هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند له مشرتابه سره په تماس کې يو. دا موضوع له نږدې تعقيبوو چي ممکن په لنډ وخت کې دا ستونزه حل سي.”

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې تردې مخکي ويلي وو چي پاکستان ښايي د افغانستان او هندوستان ترمنځ د الوتنو پرمخ خپل فضايي حريم نن دوشنبه پرانيزي.

د پاکستان له فضا دغه الوتني وروسته له هغې منع سوې چي شا و خوا دوه اوونۍ مخکي په لانجمنه سيمه کشمير کي ناکراري پيل سوه.

لومړى د کب/حوت پر ٧مه د هند د هوايي ځواک له‌خوا د پاکستان تر ولکي لاندي کشمير کي بمباري وسوه.

وروسته پاکستان د هندوستان د يوې جنګي جټ الوتکې د نسکورولو او يوه پيلوټ د نيولو خبر ورکړ. دغه پيلوټ بېرته هندوستان ته وسپارل سو.

ويل سوي د کابل او نوي ډيلي ترمنځ الوتني چي پخوا يې يو نيم ساعت دوام کاوه اوس له پنځو تر شپږو ساعتونو پوري وخت نيسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...