د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستاني حکومت له ټولپوښتنې پرته قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړې دي.
دده په وینا په پارلمان کي ډېری ګوندونو داسي کار په یوه دقیقه کي فیصله کړې چي له سلو کلونو راهیسې ورباندې جنجال و او دغه مسئله به پاکستان ته په ستر درد سر بدله سي.
د اڅکزي په خبره ډېری ګوندونو له ډېر فکر او دقت پرته دغه پرېکړه کړې ده او خلکو ته د منلو نه ده.
هغه ویلي، چې جمعیت علما اسلام او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان ددغه کار مخالفت کوي.
د پاکستان پارلمان د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چي قبایلي سیمې به د خیبر پښتونخوا له حکومت سره یو ځای کېږي.
دغه سیمي د هوکړو له مخي ازادې وې، خو پاکستان د قانون پر خلاف ګام اوچت کړی دی.
د افغانستان حکومت هم د خلکو له نظر او رایي، پرته له خیبر پښتونخوا سره ددوی یو ځای کول غیر قانوني او د نه منلو وړ اقدام بللی دی.