د فرا په ښار کي تیره شپه یو ځل بیا سخته جګړه سوې

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه طالب وسله والو یوځل بیا د فراه په مرکز باندي د څو خواوو او د ښار په دننه کي د اوسیدانې له کورونو څخه بریدونه کړي، چي له امله یې هم افغان امنیتي ځواکونو او هم طالب وسله والو ته د سر زیان رسیدلي، خو دقیق شمیر یې لا څرګند نه دی.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو وویلي، چپ جګړه شاوخوا یوولس بجو څخه د سهار تر پنځه بجو پورې په شدت روانه وه، خو له هغپ وروسته که څه هم جګړه نه ده دریدلې، خو شدت یې کم سوی دی.

د فراه ولایتي چارواکي وايي،یو شمیر وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ځانونه د اوسیداني په کورونو کې پټ کړي وو، چي تیره شپه شاوخوا یوولس بجې یې د اوسیداني له کورونو او لوړو ودانیو څخه د ښار په دننه کي پر امنیه قوماندانۍ او د فراه د محبس په ګډون پر یو شمیر دولتي ودانیو بریدونه پیل کړل.

دغه چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه د امنیه قوماندانۍ او محبس ته د ننوتلو لپاره درې ځانمرګي بریدونه هم کړي دي، خو افغان امنیتي ځواکونو ورسره مقاومت کړی او طالب وسله وال دغو ودانیو ته په ننوتلو نه دي بریالي سوي.

تیره شپه وسله والو طالبانو د ښاغلي بختور په کور هم برید کړی، خو هغه او د کورنۍ غړو ته یې زیان نه دی رسیدلی.

تراوسه د تیرې شپې په جګړې کې د سر د زیان په اړه نه د افغان امنیتي ادارو چارواکو او نه هم وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

طالبانو دا بریدونه په داسې حال کې کړي، چيد افغان ځواکونو اضافي سرتیري له وړاندي د فراه ښار ته رسیدلي او د دغه ښار په بیلابیلو برخو کي ځای پر ځای سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...