د فراه ځايي خلګ وايي، د فرا پر ښار باندي یو ځل بیا د درنې  جګړې  بیره سته

راپور: محمد یار مجروح

د دغه ولایت مدني فعالان وايي، د فراه مرکزي سیمي له وسلوالو طالبانو څخه نه دي تصفیه سوي او وسله وال غواړي پر دغه ښار یو ځل بیا حمله وکړي.

که څه هم د فراه امنیتي چارواکي وايي، په هغو سيمو کي چي د وسله‎ والو لاس ته ورغلي وې، امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى سوي دي، خو د فراه ولایت مدني فعالان وايي، لا هم د ښار په نژدې سیمو کي وسلوال شتون لري او د بیا برید احتمال سته.

یو تن مدني فعال محمدصادق سعدي وايي، چي د فراه امنیتي وضعیت لاهم د قناعت وړ نه ‌دی.

ښاغلی سعدي وايي، ایران څو میاشتي مخکي د یو چورلکي په مرسته وسله والو ته په فراه ولایت کي وسلې کښته کړې وې او غوښتل يې دغه ښار سقوط کړي.

د ده په خبره د فراه ښار په برید کي ولایتي او امنیتي کسانو د جوړجاړي له امله بې غوري کړې ده.

د فراه د سیمه ‎ییزو چارواکو په خبره پر فراه ښار په برید کي د لسو ځايي خلګو په ګډون ۲۵ امنیتي ځواکونه ووژل سول او لس نور ټپیان سول.

د فراه والي بصیر سالنګي ویلي، چي په دغه برید کي درې سوه طالبان وژل سوي دي.

بلخوا وسلوالو طالبانو بیا په دغه برید کي د وژل سوېو طالبانو په اړه د فراه د والي ادعا بې بنسټه بولې او ویلي يې دي چي په دغه برید کي يې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او په زیات شمیر وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...