عيني شاهدان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا دوې بجې د فراه پر ښار له څلورو لورو بريدونه پيل کړل.
هغوى وايي، چي دا مهال د ښار په ځينو برخو کي ډزې رواني دي او د چاودنو ږغونه هم اورېدل کېږي.
د فراه ښار اوسېدونکي وايي، چي د پوليسو درېيمه حوزه طالبانو نيولې، دا مهال د ملي امنيت پر رياست سخته جګړه روانه ده او دولتي چورلکي په دې سيمه کې بريدونه کوي.
د فراه ګمرک ته د څېرمې سيمي اوسېدونکي وايي، چي طالبان تلاشي کوي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کورونو ووزي.
د فراه روغتون نوکريوال ډاکتر وايي، چي تر دې دمه په دغو نښتو کې وژل سوي دوه پوليس او ټپي سوي ١٦ نور امنيتي سرتېري روغتون ته ور وړل سوي دي.
هغه وويل، چي په ټپيانو کي د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرازق شېرزاد هم شامل دى.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چي طالبانو د فراه ښار د پوليسو درېيمه حوزه، د ملي امنيت رياست او ځينې نورې سيمې نيولې دي.
هغه د فراه ښار له اوسېدونکو غوښتي چي له خپلو کورونو را ونه وځي.