راپور: خدیجه اشرفي
په غزنی کي ځایې چارواکو او ددې ولایت په سلګونو اوسیدونکو د هلمندي سولي غوښتونکي کاروان په ملتیا په دې ولایت کې راټول سول او دسولي ږغ یې اوچت کړ.
دوی بهرني هیوادونو په خاصه توګه د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه دسولي په نه راتللو کي شامل بولي.
په سلګونو مشرانو او دیني عالمانو په غزني ولایت کي د هلمندي سولي غوښتونکو دلاري ملتیا په خاطر په دې ولایت کي راغوندسوي.
دوی وایي، د بهرنیو هیوادونو لاسوهنه په دې هیواد کي د جنګ د دوام سبب سوی.
له دې سره دغزني والي دا خبره تایده وي چي غزنی له امنیتی ستونزو څخه کړیږي، خو وایي چي د دې امنیتی ستونزو سبب دخلکو مرسته له وسله والو طالبانو لیدل کیږي.
نوموړي ګوت څنډنه کوي او وایي، که هرڅوک له وسله والو سره مالی مرستي وکړي نو له هغوی سره به قانوني جدی چلند وسي.
دغزني اوسیدونکي هم ښکليی لورو غواړي چي له جنګه لاس واخلي او دیوې آرامي اوسوله یزي فضا تر چتر لاندې ژوند وکړي.
باید وویل، سي چې دهلمندي کاروان دسولي غړي پیل له هلمنده په ۹ نفرو وسو خو ترکابله یې تګ شمیر تقریبا ۲۰۰ تنو ته ورسید.