راپور: محمد یار مجروح
د روغتیا مسوولین وايي، په یاد کمپاین کي به شاوخوا پنځه لکه او پنځوس زره کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول سي.
شاولیکوټ، هغه ولسوالي چي نړیوال يې د پولیو وایروس مرکز بولي، د نړۍ په سطحه د پولیو ډیري پیښي په همدي سیمه کي ثبت سوي دي.
په شاولیکوټ کي له تیرو اتو میاشتو راهیسي د پولیو ضد واکسین کوچنیانو ته نه دی ورکول سوی، خو دا ځل د ۲۱ ولایتونو د پولیو ضد کمپاین له همدي ولسوالۍ څخه پيل سو.
د روغتیا مسٔوولین وايي، په دغه کمپاین کي به د شاولیکوټ ولسوالۍ په شمول د سهیل لودیځي حوزې په کچه به پنځه لکه ۵۷ زره کوچنیانو ته واکسین ورکول سي.
د کندهار د عامي روغتیا ریٔس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، د کندهار پنځه ولسوالۍ لا هم د پولیو د وایروس تر جدي خطر لاندي دي.
پخلا خاکریز ولسوالۍ هغه سیمه یادوي چي لا هم د پولیو واکسین نه پکښي تطبیقیږي او په یاده ولسوالۍ کي به ۱۳ زره کوچنیان له پولیو واکسین څخه پاته سي.
پر همدې مهال د شاولیکوټ ولسوال عبدالغني مسلمیار وايي، په یاده ولسوالي کي يې هغه ستونزي له منځه وړي چي د پولیو ضد واکسین پر مهال رامنځ ته کیږي.
د ده په خبره ټولو قومي مشرانو او ملا امامانو ته يې امر کړی تر څو هغه کسان وپوهوي چي د پولیو واکسین څخه انکار کوي.
دی وايي، د مقررۍ پر سر جنجالونه او شخصي غوښتني هغه ستونزي وې چي د پولیو د کمپاین مخه يې نیولې وه چي اوس يې یادي ستونزي حل کړي دي.
بلخوا د شاولیکوټ اوسیدونکي هم خوښ دي چي د دوی کوچنیانو ته واکسین ورکول کیږي.
دوی وايي، د هغو کسانو پلوي به کوي چي د دوی کوچنیانو ته واکسین ورکوي او د پولیو له ناروغۍ څخه يې خلاصوي.
د دوی په خبره امنیتي ګواښونو په شاولیکوټ کي د پولیو واکسین مخه نیولې وه.