راپور: نثار احمد څپاند
دغه ازموینه چي د زابل پوهنتون په انګړ کي واخستل سوه سلګونو کسانو پکښي ګډون کړی وو او د دولتي ماموریتونو او د ښوونکو بستونو ته یې امتحان ورکړ.
د امتحان د دغي پروسې مسٔول پوهنیار فضل ربي فضلي وايي، چي د کانکور په شکل د دولتي بستونو لپاره سیالۍ د شفافیت او په ښه ډول د مقررۍ سبب کیږی او هر څوک کولای سي په ازادانه ډول د خپلي خوښي وظیفي ته کاندید سي.
نوموړي وویل، په زابل کي سلګونو کسانو د ښوونکو او دولتی مامورینو په توګه د کار کولو غوښتنه کړې وه چي امتحان ترې و اخستل سو او بریالي کسان به خپلې دندې پیل کړي.
فضلی زیاته کړه چي دا ملي پروسه ده او د زابل تر څنګ په نورو ولایتونو کي ورته ازموینه اخیستل کیږ ي.
د زابل ولایت یو شمیر ځوانان چي په دغه امتحان کي يې برخه اخستي وه وایي، په دولتي ادارو کي د کارکوونکو په مقررۍ سره وزګارو خلکو ته دندی پیداکیږي او اقتصادي مشکلات یې حلیږي.
دوي وویل، چي د امتحان شفاف و او راوړل سوي سوالونه اسانه او وظایفو ته په کتلو راوړل سوي وه.
په زابل کي په داسي حال کي د سلګونو دولتي بنسټونو د ډکولو لپاره په ټولیز ډول امتحان اخستل کیږي چي د بې روزګارۍ له امله زرګونه ځوانان له هیواده بهر تللو ته اړ دي او له حکومت څخه په جدي ډول د کاري شرایطو د برابرولو غوښتونکي دي.