راپور: نثار احمد څپاند
د زابل ولایت اوسیدونکي وایي، له یوې خوا یې اقتصادي حالت کمزوری دی له بلي خوا نرخونه ډیر زیات لوړ سوي دي چي له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کلات ښاریان وايي، د روژې مبارکي میاشتی له رارسیدو راهیسی د خوراکي او غیر خوراکی توکیو قیمتونه لوړ سوي دي چي غریب خلګ یې د رانیولو توان نه لري او سوداګر او دوکانداران هم د ولس ستونزو ته پام نه کوي.
دغه اوسیدونکي وايي، روژه د برکت میاشت ده خو نه دوکانداران د روژې مراعت لري او نه حکومتي پر نرخونو کنترول لري
دوی وايي، ولایتی اداره باید جدي توجه وکړي.
بلخوا د کلات ښاروالۍ مسٔوولین که له یوې خوا د خلکو ستونزي پر ځای بولي بل خوا بیا وايي، چي دوی د نرخونو د کنترول لپاره جدي کار کوي.
سرپرست ښاروال سمیر میرزاد وايي، د ټولو خوراکي او غیر خوراکي شیانو لپاره یې نرخ نامې جوړې کړي دي او که څوک ورڅخه سرغړونه کوي باید ښاریان دوی ته احوال ورکړي ترڅو قانونی چلند ورسره وسي.
د زابل ولایت د مرکز کلات ښار اوسیدونکي په داسي حال کي د نرخونو له لوړوالي او د حکومت د نه کنترول له امله شکایت کوي چي په دې ولایت کي له وړاندي لا د بې روزګارۍ له ستونزو سر ټکوي او وايي، چي باید حکومت ورته کار پیدا کړي.